د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له یو شمېر هېوادوالو سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۸ - ۹:۴۵
mushklat

۱۴۴۳/۱۱/۱۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني له بېلا بېلو ولایتونو څخه راغلو هېوادوالو سره وکتل او د دوی د ستونزو پر حل یې خبرې وکړې.

راغلو هېوادوالو په خپلو ولایتونو کې د ښاري وضعیت او شته ستونزو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د حل برخه کې د وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د راغلو هېوادوالو له ستونزو اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې تر خپلې وسې او د وزارت په محدوده کې به یې د ستونزو حل لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۸
Background image

له صیادو څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره پروژه د ډیزاین په مرحله کې ده

۱۴۴۸/۴/۱۰

 د نوي کابل ښار د پراختیا او د ښار د راتلونکو اوبو اړتیاوو د تأمین په موخه، له صیادو اوبیزې سرچینې څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره او حیاتي پروژه د نوي کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت