د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د ننگرهار بېجینګ ساختماني شرکت له مسوولینو سره ليدنه وکړه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمدالله نعماني د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار بیجینګ ساختماني شرکت له مسوولینو سره وکتل او د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د پیروزي استوګنې پروژې د پانګونې او پیل په اړه یې خبرې وکړې.
لومړی د ننګرهار بیجینګ ساختماني او ساختماني موادو د تولید شرکت مسوولینو د پيروزي استوګنې پروژې په صنعتي سیمو کې د ځمکې د انتقال په اړه د یاد هوکړه لیک په اړه چې مخکې یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره لاسلیک کړی وو خبرې وکړې او وويل مونږ چمتو یو او هیله مند یو چې دا وزارت د شرکت فعاليتونه د ياد پروژه په اړه د کار زمینه برابره کړي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د پېروزي استوګنې پروژې کې د ننګرهار بېجینګ ساختماني او ساختماني موادو شرکت د پانګونې هرکلۍ وکړ او ویې ویل چې د دي شرکت پر وړاندې شته ستونزي به له منځه یوسي.
ښاغلي مولوي نعماني وویل، د یاد تړون د نظارت لپاره د ښارجوړولواو ځمکو وزارت او د شرکت د مسوولیتونو د معلومولو لپاره باید له دواړو خواوو یو تخنیکي ټیم وګمارل شي او په راتلونکو څو ورځو کې به یې عملي چارې پیل شي.