د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د غور له والي سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۱ - ۱۴:۱۹
fsdgf

۱۴۴۳/۰۹/۰۹

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غور ولایت له والي مولوي دین دوست سره وکتل او د غور ولایت اړوندو موضوعاتو او د ستونزو د حل برخه کې یې خبرې وکړې.

د غور والي مولوي دین دوست د خپل ولایت په اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني ته بشپړ معلومات ورکړل او هغه ستونزې او ننګونې یې په ګوته کړې چې په یاد ولایت کې د پرمختګ او پراختیا پر وړاندې خنډ رامنځته کوي.

دین دوست زیاته کړه چې غور په لرې سیمه کې پروت ولایت او په تېر کې له پامه غورځول شوی چې په وینا یې د ا.ا.ا یې باید ستونزې حل کړي.

مولوي دین دوست وویل، غور ولایت په اوس وخت کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پاملرنې ته جدي اړتیا لري او له ښاغلي مولوي حمد الله نعماني یې وغوښتل چې د ستونزو د حل برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت  سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني وویل، د وزارت امکاناتو ته په کتو به د هېواد په کچه د ښارونو ستونزو او  ننګونو ته حل لاره پیدا کړي او د اوس لپاره یې د غور والي ته د ځینو ستونزو د حل  برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د خپل وزارت اړوندو برخو کې به اقدام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت