د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د بېلا بېلو ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
۱۴۴۳/۱۱/۲۲
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د بېلا بېلو ولایتونو څخه راغلو ګڼ شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دغه کتنه کې راغلو مشرانو د خپلو سیمو په تړاو شته ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل او د ستونزو د حل برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني راغلو کسانو ته په خطاب کې وویل، وزارت یې د ټولو ولایتونو په ستونزو، ننګونو او فرصتونو پوهېږي او د حل لپاره یې شپه او ورځ هڅه کوي چې د هېوادوالو ستونزې حل شي.