د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسکن او ښارګوټو برخه کې د خصوصي سکتور له پانګونې ملاتړ کوي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۳:۳۵
sdfg

۱۴۴۳/۰۹/۰۲

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې له ملي پانګوال او سوداګر زید حیدري سره وکتل.

دواړو لوریو په دې بحث وکړ چې څنګه کېدای شي افغانستان کې د مسکن او نورو برخو کې پانګونه وشي.

په دغه لیدنه کې چې د پېروزي ښارګوټي مسؤل عبیدالرحمن حقیار هم ګډون کړی و، پر دې خبرې او نظریات تبادله شول چې د خصوصي سکتور په ګډون په پېروزي ښارګوټي کې د خلکو د وسې او توان مطابق څه ډول کورونه جوړ  او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د وزارت رهبري او پانګوال ، دواړو ټینګار پر دې و چې وضعیت ته په کتو د خلکو د وسې مطابق کورونه باید جوړ شي چې هر اړخیزې اسانتیاوې ولري، معیاري او د وخت ټولې اړتیاوې پوره کړای شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د ملي پانګوال او سوداګر زید حیدري هرکلی وکړ چې اراده یې کړې په پېروزي ښارګوټي کې د مسکن او نورو برخو کې پانکونه وکړي.

په دغه کار سره به چې کورونه په څو پړاوه قسطونو ورکول کېږي د ډیری بې سرپناه هېوادوالو ستونزه حل او خلکو ته به د کار کولو زمینه برابره شي.

مولوي حمد الله نعماني زیاته کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له ادرسه یې ملي او نړیوالو پانګوالو ته زمینه برابره کړې چې راشي او افغانستان کې پانګونه وکړي چې دوی به ترې بشپړ ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده چې د ملي پانګوال او سوداګر زید حیدري او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني ترمنځ دا دویمه ناسته چې ترسره کېږي چې په کې د ۲۰۰۰ کورونو د جوړولو په پړاونو، تخنیکي اړخونو، قسطونو او اسنادو په اړه بشپړې خبرې وشوې او تمه ده چې ډېر ژر به یې په ساحه کې عملي چارې پیل شي.  

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت