د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دومی واحد معلوماتي او ښوونیز سیمینار شروع شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۹:۱۱
عکس

۱۴۴۴/۳/۵

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دومی واحد تر عنوان لاندې د شپږو ورځو لپاره معلوماتي او ښوونیز سیمینار په خوشال مینه افشارو کې  د عامه خدمتونو د انستیتوت په تالار کې په لاره واچول شو.

د یاد سیمینار د پرانستې په مراسمو کې د رئیس الورزا محترم  عالي مقام اداري معاون عبدالسلام حنفي، د ښار جوړولو او ځمکو محترم سر پرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، د زونونو د پرختیا، مسکن او ساختماني چارو محترم معین روح الله احمدي، د چارو ادارې رئس محترم شیخ نورالحق انور، د موسسو او شرکتونو محترم مسولین، د پوهنتونو محترمو استادانو، محترمو رئیسانو او د پروژو محترمو مسولینو ګډون کړی و.

د دې سیمینار  په پیل کې د زونونو د پراختیا، مسکن او ساختماني چارو سر پرست معین محترم مولوي روح الله احمدي خبرې وکړې، نوموړي وویلې چې د دې سیمینار د لارې به دومي واحدونو پیاوړتیا، هماهنګي، د معلوماتو شریکول، رهبري او غوره مدیریت، د پالیسو او قوانینو سره بلدتیا، د کنترول او څارنې برخه کې خبرې کیږي.

ور پسې د رئیس الوزرا د عالي مقام اداري معاون محترم مولوي عبدالسلام حنفي خبرې وکړې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د محترم مقام څخه یې د دا ډول ښوونیز سیمینار د جوړیدو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډول سمینیارونه د کار کوونکو د ظرفیت وړیدا د قوانینو سره اشنا کیږي.

د رئیس الوزرا اداري معاون محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له  محترم سرپرست وزیر نعماني له کارونو ستاینه وکړه، زیاته یې کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رهبري وکولای شول چې په کم وخت کې اوچت ګامونه پورته کړي او وې کولای شول چې کورني او نړیوال پانکوال وهڅوي تر څو لویې ښاري پروژې پرانیزي.

ور پسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سر پرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل چې د الله ج په مرسته او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسلکي  انجنیرانو په مشوره یې په کم وخت کې لویې پروژې پرانستې چې کارونه یې عملاً شروع دي.

همدارنګه د ملکي خدمتونو د انستیوت رئیس عبدالحنان عارف او د چارو ادارې مشر محترم مولوي شیخ انورالحق انور په خپل نوبت سره د یاد سیمینار د جوړیدو نه خوښي وښوده او وویلې چې دا ډول سیمینارونه کولی شي چې دومی واحدونو د ظرفیت په لوړونه کې رغنده رول ولوبوي.

د دومی واحدونو د رئیسانو په استازولۍ د هرات ولایت د ښارجوړولو رئیس محترم عبدالله اکبري خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا ډول سیمینارونه د دوی لپاره ډیر ګټور دي

 د دې سره دوی کولی شي چې کاري وړتیا یې ډیره شي همدارنګه یې د ښار جوړلو او ځمکو وزارت له عالي مقام څخه مننه وکړه او د سیمینار د پای دعا محترم مفتي عبدالاحد حقاني صاحب وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار تخنیکي ارزونه او د فعالیتونو کیفیت وڅېړل شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي کمېټې د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه او تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت