د ښار جوړولو او ځمکو له محترم سرپرست وزیر سره په کتنه کې، د هیوادوالو ستونزې حل شوې
30/01/1444
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه د خپلو ورځنیو ناستو په دوام د یو شمېر ولایتونو له یو شمېر اوسېدونکو سره وکتل .
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست وزیرمحترم مولوی حمدالله نعمانی سره په لیدنه کې د بېلابېلو ولایتونو، اوسېدونکو د خپلو ولایتونو د ښاري وضعیت، ننګونو او د ښاریانو پر ستونزو خبرې وکړې او د حل په موخه یې له دغه وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني د ښاریانو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې به لازم او پر وخت اقدام وشي.