د ښاري ګڼې ګوڼې مخنیوي او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د شمال زون د کوچنیو موټرو هډه مناسب ځای ته ولېږدول شوه
۱۴۴۷/۹/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم د اوولسمې ناحیې په ساحه کې د ښاري بې نظمیو او تخلفاتو مخنیوی وکړ.
په دغه عملیاتو کې هغه سیمې پاکې شوې، چې د تفصیلي پلان خلاف او په خپلسرې توګه جوړې شوې او فعالیتونه یې درلودل.
د شنو ساحو غصب او ترې سوداګریزه ګټه پورته کول، ورکشاپونه او ترمیمګاوې، لاسي پلورونکي، د هټیو له حدودو بهر فعالیتونه او د شمال زون اووه ولایتونو د کوچنیو موټرو هډه؛ هغه ښاري تخلفات وو، چې مخنیوی یې وشو.
د ښاري ګڼې ګوڼې مخنیوي او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د شمال زون د کوچنیو موټرو هډه مناسب ځای ته ولېږدول شوه، ځکه چې له امله ګڼه ګوڼه زیاته وه.
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست، مخکې له مخکې درنو هېوادوالو ته خبر ورکړی او کافي ورځې وخت یې هم ورکړی و، چې ژر تر ژره دې د خپلو غیر قانوني کړنو مخنیوی وکړي او بدیل ځایونه دې ځانونو ته وګوري.
له نېکه مرغه، د شمال زون د کوچنیو موټرو هډه مناسب ځای ته انتقال شوه، خو هغه مالکین چې اقدام یې نه و کړی، هټۍ او فعالیتونه یې مُهر او لاک شول او چارې یې ودرول شوې.
سربېره پر دې، په پلي لارو او د سړک پر څنډو ناقانونه تجارتي فعالیتونه پاک او تنظیم شول، ورکشاپونه او ترمیمګاوې مناسب سرایونو ته انتقال شوې.
دا اقدامات د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوې.
موخه دا ده، چې له ښاري تخلفاتو او ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وشي او په سیمه کې ښاري نظم، امنیت او ښاري ښکلا په اغېزمن ډول تأمین شي.
