د ښاري چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا د پروژو د مسؤول سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۲۴
معین شهری

۱۰/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا پروژو د مسؤول کریستیان ډورفیل او د هغه د مل هیئت سره وکتل.

په پیل کې کریستیان ډورفیل، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا د پروژو مسؤول دی، وویل چې د خصوصي سکتور له لارې د اوبو رسونې د خدمتونو د ارزونې او تحلیل په موخه وزارت ته راغلی دی، نوموړي زیاته کړه چې دوی چمتو دي له خصوصي پانګوالو سره په ګډه د کابل ښار د اوبو د خدمتونو د ښه کېدو لپاره کار وکړي.

هغه همدارنګه وویل چې دوی نړیوال بانک ته وړاندیز کړي، چې د خصوصي سکتور په همغږۍ د کابل ښار د اوبو ستونزه حل کړي او د دې برخه کې د وزارت نظرونه ډېر مهم دي.

وروسته محترم شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د اوبو مسئله د خلکو د ژوند د بقا لپاره خورا مهمه وبلله، په ځانګړي ډول د کابل ښار لپاره. هغه وویل چې د کور او ښار جوړولو وزارت له هر پانګوال سره په ټولو برخو کې، په ځانګړي ډول د کابل ښار د اوبو رسونې په برخه کې همکاري او ملاتړ کوي.

ښاغلي بامیاني له ټولو نړیوالو مؤسسو او نړیوال بانک څخه وغوښتل چې د افغانستان بنسټیزو پروژو ته ځانګړې پاملرنه ورکړي، او ټینګار یې وکړ چې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ادارې ورسره هر اړخیزه همکاري کوي.

په دې ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت انجینرانو د کابل ښار اوسېدونکو ته د اوبو رسونې په اړه خپلې تخنیکي نظریې او وړاندیزونه په شفاهي او لیکلي بڼه وړاندې کړل او خپلې مسلکي مشورې یې شریکې کړې.

پریکړه وشوه چې په راتلونکي ناسته کې به د یادو موضوعاتو په اړه لا نور تخنیکي ارزونې ترسره شي او کارونه به د وزارت په همغږۍ او همکارۍ لا اغېزمن پرمخ ولاړ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۰
Background image

له ۴۸ زره څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې پنجشنبې په ورځ د هېواد په اوو ولایتونو کې ۵۵۴ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۴

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د یوې ودانیزې پروژې له چارو یې تخنیکي څارنه او ارزونه وشوه.

د ساحوي ارزونې او د پروژې د پرمختګ د کچې د څېړنې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۱۶
Background image

په وردګ پوهنتون کې د بیارغونې او ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د وردګ پوهنتون اړوند د کرنې پوهنځي د بیارغونې پروژې، د لیلیې ودانۍ او د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو پروژو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت