د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون ۸ بېلا بېل موضوعات تائید کړل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۵۷
معینیت شهری

۱۴۴۶/۱۲/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون خپله ۵۷مه غونډه ترسره کړه.

د یادې غونډې په ترڅ کې یې د بېلابېلو ولایتونو څخه د تائید لپاره را استول شوي اته مهم موضوعات تصدیق او تائید کړل.

په دې ناسته کې، کمېسیون د پروژو او طرحو په اړه پراخ بحث وکړ او د ټولو اړوندو مسایلو په اړه یې نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

یاد اته موضوعات له مخکې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي کمېټې له‌خوا د جدي غور لاندې وو.

په دې پروسه کې دقیقې ارزونې او اړوند شرایط وضع شوي او اوس یې په رسمي توګه د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون له‌خوا تائید ترلاسه کړ.

د دې تایید وروسته، په ټاکلو ښارونو او ځمکو کې د مناسبې ښاري پراختیا لپاره د ځینو مهمو پروژو د تطبیق لپاره لاره هوارېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني وایي، د دغې غونډې د پایلې پر اساس، د ښاري پراختیا په برخه کې د ودانیو او تجارتي بلاکونو د جوړولو طرحې، د تجارتي او استوګنیزو کمپلکسونو پلانونه، او د انجنیرۍ د نقشو تایید به د ښاري سیمو په ښه انکشاف کې مهم رول ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت