د ښاري سرغړونو د مدیریت لپاره ختیځ زون ته رسمي تخنیکي ټیم واستول شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۵:۱۴
کونړ

۱۴۴۷/۸/۲۱

د کور او ښار جوړلوو وزار، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ د دغه وزارت د ښآري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم کونړ ولایت ته سفر وکړ.

دغه سفر چې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د محترم رئیس په مشرۍ شوی دی، اساسي موخې یې د چارو د ترسره کېدو څرنګوالي څارنه او ارزونه، د ښاري سرغړونو مخنیوی، د ښاري تخلفاتو مخنیوي برخه کې د دویمو او درېیمو واحدونو د کړنو ارزونه، او همدارنګه د کونړ ولایت په کچه د ښاري اصولو او مقرراتو د ښه تطبیق تأمین دی.

تللي پلاوي، په کونړ کې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له محترمو چارواکو سره کتلي او د ښاري سرغړونو د وضعیت، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ، او د ښاري مقرراتو د تطبیق د بهیر د ښه والي په اړه یې سره هر اړخیزې خبرې کړي دي.

په دغه سفر کې تللي پلاوي، په کونړ ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي مدیریت ته یو کاري او هر اړخیز پریزنټېشن وړاندې کړ، چې په کې فعالیتونه، اجراآت، کاري پلانونه او موجود اسناد تشریح شول.

دغه راز، تخنیکي پلاوي اړوند اسناد او کړنې په دقیقه توګه وڅېړلې او وارزولې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت