د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټیم سرپل ولایت ته سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۳:۲۱
سرپل

۱۴۴۶/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دې وروستیو کې سرپل ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه ټیم سرپل ولایت کې د ولایت محترم مقام له مرستیال مولوي خال محمد حقاني او د دغه ولایت له محترم ښاروال او دغه راز د ولسوالو له ښاروالانو سره وکتل.

په دغه لیدنه او ملاقاتونو کې اړونډ ټیم د خپل سفر په هدف، د ښاري تخلفاتو ریاست په پېژندګلوۍ، له پروژو څارنې، د پلان پر تطبیق او د کور او شار جوړولو ریاست او نورو اړوندو ریاستونو او ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ پر ایجاد خبرې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاری تخلفاتو ریاست په ټولو ولایتونو کې ګمارل شوي ټیمونه له اړوندو ادارو سره کیني او د خپلو دندو او مسؤلیتونو په تړاو معلومات ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت