د ښارونو سربېره ولسوالیو ته هم بېلا بېل پلانونه چمتو او پلې کېږي
![انځور](/sites/default/files/2023-02/whatsapp_image_2023-02-23_at_1.30.09_pm.jpeg)
۱۴۴۴/۰۸/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د فراه ولایت لپاره د تفصیلي پلان، ستراتېژیک پلان او دغه راز د سرپل ولایت لپاره د تفصیلي او ستراتېژیک پلان ترڅنګ د بهسازۍ یا سمون پلان هم ویزه او د پلې کولو په موخه د اړوندو ولایتونو د کور او ښار جوړولو رییسانو ته وسپارل.
د یادو ولایتونو نقشې چې مخکې جوړې شوې وې، اوسمهال له کاره لوېدلې او د استفادې وړ نه وې، چې بیا ځلي چاپ او په واک کې ورکړل شول.
د یادو ولایتونو د کور او ښار جوړولو محترمو رییسانو د خپلو ولایتونو د ښارونو او مسکنونو د وضعیت په تړاو هر اړخیز معلومات له ښاغلي سرپرست وزیر صاحب شیخ حمدالله نعماني سره شریک کړل.
محترم شیخ حمدالله نعماني وویل، ډېر ژر به د هېواد په کچه د ټولو ولسوالیو لپاره هم پلانونه ترتیب او د پلې کولو په موخه به یې د کور او ښار جوړولو وزارت ولایتي ریاستونو ته وسپاري.
ښاغلي نعماني، د پلانونو د لا ښه او اغېزمن تطبیق او د چارو بهتروالي په موخه یادو رییسانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.