د چهارباران ولسوالۍ د نوي جوړېدونکي اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۲
چهارباران

۱۴۴۷/۷/۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام او اقتصاد ریاست د استازو په ملتیا، د اړوندو رسمي مکتوبونو او احکامو پر بنسټ، د چهارباران ولسوالۍ ته سفر وکړ تر څو د نوې جوړېدونکې اداري ودانۍ د چارو څخه مراقبت او نظارت تر سره کړي.

ښاغلي رئیس ویل، د ساحوي نظارت پر مهال ولیدل شول، چې د پروژې په چوکاټ کې د تهدابونو کندن ‌کاري، د تهدابونو په فرش کې د بولډرو اچول، د بولډرو پر سر د معیاري کانکریټو اچول، د تهدابونو سیخ ‌بندي او کانکریټ‌ اچونه، او همدارنګه د سنګ‌کارۍ چارې روانې وې. 

د نوموړي په خبره، د نظارت پر مهال ځینې تخنیکي ستونزې تشخیص شوې، چې پکې د سنګ‌کارۍ په چارو کې د کم ضخامت لرونکو تیږو کارول، د سنګ‌کارۍ د بافت نه مراعت، او همدارنګه په ساحه کې د بار وړتیا  د ټسټ نه تر سره کېدل شامل وو.

د یادو ستونزو د حل او د دې لپاره چې چارې د تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ ولاړې شي، د پروژې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې په شفاهي او تحریري بڼه وړاندې شوې.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د پاتې چارو څخه به د اړوند تخنیکي ټیم له لوري دوامداره نظارت تر سره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت