د پیروزي امارتي ښارګوټي نوم بدلون وموند او له دې وروسته په نوي نوم ونومول شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۴:۵۲
الشیخ ښارګوټی

۱۴۴۷/۸/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د هغه هڅو په لړ کې چې درنو هېوادوالو ته د معیاري او مناسب مسکن او سرپناه زمینه برابره کړي، ګام په ګام پرمختګونه لیدل کېږي.

هغه امارتي استوګنیز ښارګوټی چې د پیروزي په نوم یې شهرت درلود او چارې یې نیمه کاره پاتې وې، په نوي نوم ونومول شو چې د تازه اقداماتو شاهد به وي او نوې ساه به واخلي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین الشیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله په منظورۍ د پېروزي ښارګوټی له دې وروسته د (الشیخ ښارګوټي) په نوم ونومول شو.

الشیخ ښارګوټی د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې شامل دی، چې په (۸۶۶۵) جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی دی.

الشیخ ښارګوټی د کور او ښار جوړولو وزارت د پالیسۍ سره سم د استوګنې په برخه کې یو مهم ښارګوټی دی، تر څو بې ‌سرپناه او اړمن هېوادوال وکولای شي د معیارونو سره سم، د لازمو اسانتیاوو او عامه خدماتو په لرلو سره استوګنځای ته لاسرسی ومومي.

په دې سره به، د غیر پلاني او خپل سرو کورونو له جوړولو مخنیوی وشي، سالم چاپېریال رامنځته شي، د استوګنې د مخ په زیاتېدونکي بحران کچه به راکمه شي، د پانګونې او خلکو ته به د کارموندنې زمینه برابره شي او په ټوله کې به د اسلامي انجنیرۍ او ښار جوړولو له معیارونو سره سم ښارګوټی جوړ شي.

په دې پروژه کې (۹۱۳۰) استوګنیزې نمرې شاملې دي چې په شپږو فازونو وېشل شوې دي.

دغه راز، د الشیخ استوګنیز ښارګوټی (۴۱۷) بلاکونه لري چې استوګنیز، سوداګریز، تفریحي پارکونه، شنې سیمې، صنعتي پارک او ښاري خدمات په کې شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت