د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې جوماتونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۸
پکتیکا ښرنه

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي انجینرانو ټیم د مرکز ښرنې په کچه د درې جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د دویمې حوزې جومات د دوهم پوړ د پایو قالب تړلو، سیخ تړلو او کانکریټ اچونې چارې د نقشې سره سم بشپړ شوي دي، چې د ښاروالۍ جومات د دوهم پوړ د بیمونو او سلب قالب تړل او سیخ تړل بشپړې شوې، او د لومړي پوړ د خښتو ایښودلو چارې د نقشې مطابق روانې دي.

د نوموړي په خبره،همدارنګه د مامورینو جومات د ګنبد قالب تړل بشپړ شوي او د سیخ تړلوچارې یې په جریان کې دي، چې د څارنې پر مهال یو شمېر ستونزې هم تر سترګو شوې چې د ریاست استازو اړونده شرکت ته د سمون لارښوونې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت او اړوند ریاستونه د هېواد په کچه د پروژو د معیاري پلي کېدو لپاره جدي هڅې کوي او د جوماتونو د رغونې پروژې نه یوازې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهمې دي، بلکې د ښارونو د ښېرازۍ او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم ځانګړی اهمیت لري.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې جوماتونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي انجینرانو ټیم د مرکز ښرنې په کچه د درې جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د څارنې پر مهال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزګان ولایت د مرافعې محکمې اړوند د دریو اوطاقونو د کارونو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابواحمد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرافعې محکمې اړونده د درې بابو اوطاقونو د ساختماني چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د اندړو ولسوالۍ د انصاري ښوونځي له رغنیزو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د انصاري ښوونځي رغنیزې پروژې له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

. . .

BACK TO NEWS