د پکتیکا په درې ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه او سوداګریز مارکېتونه جوړېږي

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۵:۵۶
paktika

۱۴۴۵/۱۲/۲۹

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد په خپل کاري دفتر کې د جلال سوداګریز مرکز له رئیس سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه ولایت کې د روغتیایي مرکزونو، عبادت ځایونو او سوداګریزو مارکېټونو پر جوړولو خبرې وکړې.

د جلال سوداګریز مرکز مشر ویلي، پلان لري چې د پکتیکا په دريو (۳) ولسوالیو زرغون شهر، نعمت اباد او سروضې کې روغتیایي مرکزونه، عبادت ځایونه او سوداګریز مارکېټونه جوړ کړي.

نوموړي ویلي، په پام کې لري چې په هره یاده ولسوالۍ کې یو یو روغتیایي کلېنیک، جامع مسجد شریف او سوداګریز مارکېټ جوړ کړي.

د یاد سوداګریز مرکز د مشر د معلوماتو له مخې، دغه مرکزونه به څلرویشت (۲۴) ساعته برېښنا، د موټرو تم ځای، اطفایه او د اور وژنې منظم سیستم، د اوبو رسولو معیاري سیستم او انټرنیټ ولري.

د کور او ښار جوړولو رئیس محترم مولوي محمد طاهر سیف الجهاد دغه سوداګر او پانګوال ته د هر ډول او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم به د پلان او طرزالعمل مطابق د په پام کې نیول شوو تعمیرونو په جوړولو کې همکاري وکړي.

د پورته ذکر شوو چارو په ترسره کېدو سره به د یادو ولسوالیو خلکو ته معیاري خدمات وړاندې شي او د ژوند په دغه یادو برخو کې به یې ستونزې تر یو بریده راکمې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د افغان ولس لپاره د ژوند په بېلا بېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت