د پکتیکا په بېلا بېلو سیمو کې د تېلو د پمپ سټېشنونو جوړولو په موخه سروې وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۱:۱۹
paktika

۱۴۴۶/۸/۱۷

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په وازیخوا ولسوالۍ او په شخیل اباد ولسوالۍ کې د تېلو د پمپونو لپاره ساحې کروکي او سکېچونه یې ترتیب شول.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د وازیخوا ولسوالۍ په مشوړي کلي کې د تېلو د پمپ سټېشن لپاره توپوګرافي سروې وشوه او د توپوګرافي سروې پلان یې ترتیب شو.

همداراز د شخیل اباد ولسوالۍ په جعفر اباد بازار کې د تېلو د یو پمپ سټېشن سکېچ منظور شو او د حق الزحمې د لایحې په اساس د پمپ د ساحې کروکي، سروې او سکیچ ترتیب او چاپ شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوی رئیس وټاکل شو

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره محترم مولوي عبدالحنان (حامد) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوي رئیس ټاکنه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت