د پکتیا په ځاځي اریوب کې د یوه ښوونځي د جوړولو چارې روانې دي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پکتیا ولایت په ځاځۍ آریوب ولسوالۍ کې د پتیلې ۸ ټولګي ښوونځي ودانۍ جوړوي.
یاده دوه پوړیزه ودانۍ پر پر ۶۶۷ متر مربع ځمکې د ۱۸ مېلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه جوړېږي.
