د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳
پکتیا

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک د تفصیلي پلان د چمتو کولو چارې بشپړې شوې، چې په ترڅ کې یې د امکان‌سنجۍ مطالعات، توپوګرافیکي سروې، هایدرولوژیکي او جیوتخنیکي څېړنې ترسره او د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ د صنعتي پارک تفصیلي پلان ډیزاین ترتیب شو.

د پروژې د تخنیکي مطالعاتو په لړ کې، د برېښنا رسونې، سړک جوړولو، اوبو رسولو، فاضلابو شبکې، د فاضلابو د تصفیې فابریکې، د سطحي اوبو د مدیریت او دفع سیستم، د خړوبولو شبکې، تخنیکي راپورونو او مالي اټکلونو چمتو کول هم شامل دي، چې ټول د ملي او نړیوالو تخنیکي معیارونو له مخې طرحه شوي دي.

د زاهو صنعتي پارک شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه، چې نږدې ۲ میلیونه متر مربع مساحت لري، د ۲۰۰ صنعتي فابریکو لپاره ځانګړې شوې ده.

دغه پارک د بېلابېلو صنعتي سکټورونو د فعالیت لپاره ډیزاین شوی او په کې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پروسس صنعتونه، د ساختماني موادو تولید، فلزي او ماشین‌سازۍ صنعتونه، د لرګي او فرنیچر جوړولو فابریکې، پلاستیکي او کیمیاوي صنایع، نساجي او د جامو تولید، بسته‌بندي، درمل جوړول او روغتیايي توکي، برېښنایي تجهیزات، سړې خونې، لوژستیکي مرکزونه او نورې منځنۍ او سپکې صنعتي فابریکې شاملې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تمه لري چې د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک پروژه به د هېواد په سویل او سویل ختیځ زون کې د صنعت د ودې، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د خصوصي پانګونې د جذب، اقتصادي پراختیا او د زرګونو مستقیمو او غیرمستقیمو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د صنعتي تولیداتو ظرفیت لوړ، د صادراتو زمینه پراخه او د سیمې اقتصادي فعالیتونه لا پیاوړي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت