د پنځم مکروریان استوګنیزې پروژې د بلاکونو چارې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
۱۴۴۷/۱۱/۰۵
کابل کې د پنځم مکروریان استوګنیزې پروژې د بلاکونو ودانیزې چارې، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، د هر اړخیزو هڅو له امله بیا پیل او دوام لري.
د دغې پروژې ودانیزې چارې په چټکې روانې دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادې استوګنیزې پروژې چارې په ۱۳۹۳ کال کې پیل شوې وې او ټاکل شوې وه چې په دوو کلونو کې به بشپړه شي، خو د جمهوریت واکمنۍ په مهال د بېلا بېلو تخنیکي، مالي او حقوقي ستونزو له امله یې چارې په ټپه ودرېدې.
له کله چې د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د وزیر په توګه وګمارل شو، هڅې یې پیل کړي؛ ترڅو یاده په ټپه ولاړه پروژه بېرته پیل او خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي، چې له نېکه مرغه چارې یې پیل شوې او اوسمهال یې شاوخوا ۷۰ سلنه پرمختګ کړی دی.
اوسمهال په دغه پروژه کې په لسګونه خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شوې او له بلې خوا د استوګنې د کمښت ستونزې راکمېدو لپاره هیلې ټوکېدلې دي.
د قراردادي «بها تُرک» شرکت مسوولین وایي، د پروژې له بیا پیل څخه تر دې دمه شاوخوا ۷۰ سلنه ودانیزې چارې پر مخ تللي دي، (۱۵۰) اپارتمانونه بشپړ شوي او د ځانګړو بلاکونو چارې هم په چټکۍ روانې دي، چې د دې پروژې د اپارتمانونو د پلور بهیر هم پيل شوی دی.
د یاد شرکت رئیس بهادر ایدوغان، د کور او ښار جوړولو وزارت له مشرتابه او د اسلامي امارت له رهبرۍ مننه کوي او وایي، د دوی د هڅو له برکته دا پروژه بېرته فعاله شوه او شته ستونزې یې حل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د نظارت ریاست انجنیر محمد سلیم حکیمي وایي، د پروژې چارې په پرلهپسې ډول روانې دي او د کیفیت او معیار خوندیتوب څارنه یې په دوامداره توګه ترسره کېږي.
د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه چې په څو پړاوونو وېشل شوې ده، په لومړي پړاو کې یې شپږ بلاکونه د (A-B-C) او (VIP) یا ځانګړو بلاکونو په برخو کې تر جوړېدو لاندې دي.
د پنځم مکروریان استوګنیزې پروژې هر بلاک د درې، څلور، پنځه او اووه خونو اپارتمانونه لري، چې په ۱۹ پوړیزو بلاکونو کې طرحه او ډیزاین شوي دي.
یاده پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو استوګنیزو پروژو څخه ده، چې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې موقعیت لري، او په بشپړېدو سره به یې د کورونو د کمښت ستونزه تر یو بریده راکمه شي.
