د پنجشېر ولایت د امنیې قوماندانیو او ولسوالیو د اداري تعمیرونو لومړني براوردونه بشپړ شول
۱۴۴۵/۰۸/۰۶
پنجشېر ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي تیم یې په دغه ولایت کې د امنیې قوماندانیو او ولسوالیو د اداري تعمیرونو د ترمیم او رغونې په موخه لومړني براوردونه ترسره او بشپړ کړل.
ښاغلی انجنیر محمد فهیم نورزاد وایي، دغه چاره یې د پنجشېر ولایت مقام د اداري او تأمنیاتي امریت په وړاندیز ترسره کړه، چې په کې د ولسوالیو او امنیې قوماندانیو د اداري تعمیرونو ترمیم، د حصه اول او دره ولسوالیو د بندخونو، د بندخونو عمومي مدیریت د اداري تعمیر اړتیاوې شاملې وې، چې د مسلکي انجنیرانو له لوريسروې ترتیب او د تدارکاتي پړاونو بشپړولو په موخه اړوندو ادارو ته وسپارل شوه.