د پنجشېر ولايت د دره ولسوالۍ د محبس د ترميم له چارو څخه څارنه وشوه
13/5/1444
د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د دغه ولایت د دره ولسوالۍ د زندان د ترمیم چارې وڅارلې.
د دغه محبس د ترمیم کار روان دی، چې تخنیکي او څارونکي ټیم یې ارزیابي کړې او قراردادي شرکت ته یې د کار د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.د کور او ښار جوړولو وزارت د کارونو د پرمختګ د ارزونې په ترڅ کې تل د ترمیمي پروژو د کار کیفیت او معیار څاري.