د پل علم د ښوونکو د ښارګوټي په جوړېدو سره به ۶۹۷۹ ښوونکو ته د مېشتېدو زمینه برابره شي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۹:۱۵
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د لوګر والي محترم محمد اجمل شاهپور سره په لیدنه کې د د پل علم د ښوونکو د ښارګوټي د تفصیلي پلان د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ښارګوټو احداث یې د یاد وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وباله او زیاته یې کړه چې دا وزارت د ځمکو په تشخیص او د ښارګوټو لپاره د تفصیلي پلانونو په ترتیب او منظورۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او ژمنه لري چې د محلي ادارو او د حکومت سکتوري وزارتونو سره په همغږۍ په هېواد کې د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي.

ورپسې د لوګر والي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هر اړخیزه همکارۍ او ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د یاد ښارګوټي په جوړېدو سره به د ښوونکو د کور نشتون ستونزه حل شي.

د پل علم د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا د پوهنې وزارت سره په همغږی ترتیب شوی چې په دې پلان کې ۹۹۷ استوګنیزې نمرې، ۲۶ تجارتي بلاکونه، ۳۱ تجارتي او استوګنیز بلاکونه، تعلیمي او عامه سیمې، خدماتي، شنې، ټولنیز او تفریحي سیمې په کې په پام کې نیول شوي چې په تطبیق سره به یې ۶۹۷۹ ښوونکو ته د مېشتېدو زمینه برابره شي.

یاد ښارګوټی په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي او د تفصیلي پلان له مخې ۳۴ سلنه استوګنیزې سیمې، ۹ سلنه عامه تاسیسات، ۸ سلنه تجارتي سیمې، ۹ سلنه شنیې ساحې، ۱۱ سلنه تجارتي ساحې او ۲۷ سلنه سړکونه، کانالونه او پلې لارې په پام کې نیول شوي چې هره استوګنیزه نمره یې ۲۴۰ متر مربع ډیزاین شوې ده.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې وروستیو کې د ښوونکو ۱۰۳ ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړي چې په تطبیق سره به یې نږدې ۱۰۰ زره ښوونکو ته د مېشتېدو زمینه برابره شي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۳
Background image

د کابل ـ بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۳/۲۴

د کابل ـ بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ او منظم ډول روانې دي او د پروژې ټولې چارې د ملي او نړیوالو تخنیکي معیارونو او نورمونو له مخې ترسره کېږي.

د یادې پروژې چارې د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه په محمد اباد ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د شیبکوه ولسوالۍ په محمد اباد ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې له ساختماني چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د پروژې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل د پخوانیو ښارونو د تاریخي او لرغونو سیمو د پېژندنې او سروې بهیر له میربچه کوټ ولسوالۍ پیل شو

۱۴۴۸/۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست له لوري د کابل ولایت د ولسوالیو د تاریخي او لرغونو سیمو د پېژندنې، تخنیکي او ټولنیزې سروې او جغرافیایي موقعیت د تثبیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت