د پروان ولایت په سرخ‌ پارسا کې د ۵۲ جریبه ځمکې توپوګرافي سروی ترسره شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۳:۵۷
پروان

۱۴۴۷/۰۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ایس ریاست  محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پروان ولایت د سرخ‌ پارسا ولسوالۍ د بازار ساحه توپوګرافي سروی ترسره کړه.

ښاغلي انجنیر لطیف وویل، یاده سروې د ۵۲ جریبه ځمکې په ساحه کې ترسره شوې چې موخه یې د تفصیلي پلان ترتیب او د ښاري پراختیا لپاره د علمي او تخنیکي معلوماتو برابرول دي.

د نوموړي په خبره، د دغو سروی شویو سیمو پر بنسټ به د راتلونکو ښاري پلانونو عملي کول او د ښاري خدمتونو برابرول لا اغېزمن شي.

د یادولو وړه ده، د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټيمونه د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکو د دقیقې اندازې او پلانونو د جوړولو لپاره تخنیکي فعالیتونه پر مخ وړي، څو د منظم ښار جوړولو لپاره اساسي معلومات برابر کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت