د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ سیلاب ځپلو ته د کورونو د جوړولو لپاره د ځمکې پر انتقال خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۴۶
parwan

۱۴۴۶/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج مولوي محمد اساعیل فائز په مشرۍ په غونډه کې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ  تیکمرقاشقال سیمې د سیلاب ځپلو لپاره د کورونو د جوړیدو په موخه د ځمکې پر انتقال خبرې وشوې.

د غونډې په پیل کې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې محترم عالي ادارې، د کرنې، اوبو او مالدارۍ محترم وزارت، د عدلیې محترم وزارت او د کور او ښار جوړولو محترم وزارت استازو د سیلاب ځپلو لپاره د کورونو د جوړیدو په موخه د ځمکې پر انتقال هر اړخیز بحث وکړ او نظرونه یې شریک کړل.

ور پسې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزوچارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي محمد اسماعیل فائز د یادو وزارتونو او د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداري استازو ته دنده و سپارله،  تر څو د یادې ساحې تخنیکي، مالي، حقوقي او ټولنیز اړخونه وڅیړي او خپل معلومات دې په رتلونکې غونډې کې شریک کړي تر څو په بله ناسته کې د ځمکې د انتقال په اړه لازم تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت