د پروان ولايت مقام د کنفرانسونو تالار د رغولو چارې پيل شوې
![پروان](/sites/default/files/2019-11/8_1.jpg)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې د ولايت مقام د کنفرانسونو تالار د جوړېدو چارې پيل کړې.
دا ودانۍ په ۷۸۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د هندوستان په مالي مرسته په ۳۲ ميليونه ۱۵۰ زره افغانۍ لګښت جوړيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټو پروژو په تطبيق سره غواړي چې خلکو ته د چټکو او ښو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې سکتوري ادارو سره همکاري وکړي.