د پخوانیو ښارونو او تاریخي ابدو د ساتنې لپاره روزنیز سیمنار ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۵۶
غزنی

۱۴۴۶/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري ودې او پراختیا، مسکن او پلانونو ترڅنګ د پخوانیو ښارونو او تاریخي ابدو د ساتنې او خوندیتوب مسؤلیت هم لري.

دغه وزارت د اطلاعات او فرهنګ محترم وزارت، یونسکو او نورو اړوندو مؤسسو او بنستونو سره کار پیل کړی، چې څنګه کېدای شي، افغانستان کې پخواني قدیمي ښارونه او تاریخې ابدې ترمیم، خوندي او په سالمه توګه ترې ګټه پورته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، له پخوانیو ښارونو او تاریخي ابدو د ساتنې او خوندیتوب ریاست محترم رئیس محمود جان دوست وایي، د قدیمي ښارونو او تاریخي ابدو د ساتنې په موخه یې غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې نویو ګمارل شوو کار کوونکو ته په یاده برخه کې روزنیز سیمنار ورکړ.

موخه دا ده چې څنګه کېدای شي نوي کار کوونکي له چارو سره بلد او هر ګام په احتیاط پورته کړي.

ښاغلي محمود جان دوست وویل، د متخصصینو لخوا په یاد سیمینار کې بېلا بېل اړوند موضوعات تدریس شول چې په کې د دندې لایحه، د کارکونکو مسؤلیتونه، د تاریخي ابدو د ساتنې څرنګوالی، د تاریخي سیمو د کوردیناتو ثبت او د فرهنګي پلانونو ترتیبول شامل وو.

ښاغلي دوست په دغه سفر کې غزني ولایت کې د ځینو تارخي سیمو څخه لیدنه هم کړې، چې په راتلونکي کې به ورته اړوند او اړین پلانونه ترتیب شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت