د هېواد په کچه (۲۵۷) د تېلو پمپ سټېشنونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۲:۴۹
پمپ استیشن

۱۴۴۶/۰۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معینیت د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون د ټول هېواد په کچه (۲۵۷) د تېلو پمپ سټېشنونو ته د فعالیت اجازه ورکړه.

د دغه کمېسیون سکرتر محترم انجنیر بدلون امیري وایي، په تېر کې د تېلو پمپ سټېشنونو د نورمونو او معیار خلاف فعالیت کاوه چې، ګڼ شمېر ستونزې یې رامنځته کولې.

نوموړی وایي، د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون له ایجاد تر دې دمه ۲۵۷ د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو ته د فعالیت اجازه ورکړه.

دوی وایي، هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د تېلو پمپ سټېشنونه په معیار برابر کړي او یو د بل څخه کافي واټن ولري او خلکو ته اړین خدمات وړاندې کړي.

د ښاري چارو محترم معینیت وایي، دا چاره به لامل شي چې، په هېواد کې د تېلو او اوبل ګازو د سوداګرۍ لارې چارې او د خدماتو وړاندې کولو سیستم یې معیاري شي.

د تېلو په پمپ سټېشنونو کې خوندیتوب رامنځته کول، یو له بل څخه کافي واټن درلودل، د اور وژنې سیستم فعال ساتل، له سړک په کافي اندازه لیرې والی او داسې نور شرایط او معیارونه هغه څه دي چې، د کور او ښار جوړولو وزارت یې عملي کېدا ته لومړیتوب ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت