د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې له ۶۰۰ زرو جریبه ډېره دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکې بانک د رامنځته کېدو راهیسې، ۶۶۷۳۱۲ جریبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې ملکتیونه په هرات، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې سروې او ثبت کړې دي.
دا شمېرې په هرات کې د ۱۸۵۰۳۵ جریبه دولتي ځمکې او ملکیتونو د سروې او ثبت، په غور کې د ۱۱۲۱۷۵ جریبه ځمکې او ملکیتونو، په بادغیس کې د ۱۳۹۴۴۷ جریبه ځمکې او ملکیتونو او په نیمروز ولایت کې د ۲۳۰۶۵۵ جریبه ځمکې او ملکیتونو د ثبت، سروې او نقشه بردارۍ څخه عبارت دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۴ میلیونه و ۴۸۹ زره و ۲۶۲ جریبه دولتي ځمکه په ۵۱۰۹ قطعو کې سروې، نقشه او ثبت کړې ده.
