د هېوادوالو د ستونزو حل د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لومړیتوب دی

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۸ - ۱۳:۴۰
image

۱۴۴۳/۱۲/۲۰

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني له یو شمېر هغه راغلو هېوادوالو سره وکتل، چې د ستونزو د حل په موخه وزارت ته راغلي وو.

له بیلا بیلو ولایتونو راغلو هېوادوالو په خپلو سیمو کې د ښاري وضعیت، ځمکو، قبالو او نورو ښاري ستونزو په اړه خبرې وکړې او د وزارت له رهبرۍ څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني د وزارت کارکوونکو ته د چارو پر چتکتیا ټینګار وکړ او راغلو هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې چارو ته به یې پر وخت رسېدنه کېږي.

ښاغلي مولوي حمدالله نعماني زیاته کړه چې د هېوادوالو د ستونزو حل د وزارت له لومړیتوبونو څخه دی او دوی خپلو ژمنو ته وفادار دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات له جامع جومات او د سپاچ پروژې له پیل څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۶

هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت له جامع جومات څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

1447/04/26

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات له ودانیزو چارو څارنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې جوماتونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي انجینرانو ټیم د مرکز ښرنې په کچه د درې جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS