د هلمند واشېر ولسوالۍ پر عمومي سړک د یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱۱
هلمند واشیر ولسوالۍ

۱۴۴۷/۹/۱۵

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د دغه ولایت د واشېر ولسوالۍ پر عمومي سړک د ویې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ او د یاد ولایت د محترمې ښاروالۍ په رسمي غوښتنه ترسره شوه.

دغه پروژه یو باب مسجد شریف دی، چې د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، د ټولګټو محترم وزارت له لوري د لویو لارو په اوږدو کې جوړېږي.

د هېواد په کچه د لویو لارو په هر اویا (۷۰) کیلومترۍ کې د دغه جوړېدونکو مسجدونو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ډیزاین شوي دي، چې اوسمهال په ساحو کې تطبیق کېږي.

د هلمند واشېر ولسوالۍ پر عمومي سړک دغه جوړېدونکی مسجد شریف په یو وخت کې د درې سوه (۳۰۰) لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري، چې د (۱۷۰) تنه نارینه او (۱۳۰)  تنه ښځینه لمونځ کوونکو لپاره جلا جلا اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

اوس مهال په ساحه کې د ښځینه مسجد د پلستر چارې او همدارنګه د مسجد په ځینو برخو کې د ساده کانکرېټ اچولو کارونه روان دي.

د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم سپارښتنې دا وې چې له پلستر کولو مخکې دې دېوالونو ته په کافي اندازه اوبه ورکړل شي، د پلستر او ساده کانکرېټ درجه دې په دقت مراعت شي، د کاریګرو د خوندیتوب تدابیر دې ونیول شي، د ساحې صفایي او منظم ساتنه دې تأمین شي، ټول کارونه دې د منظور شوې نقشې او بېل احجامو مطابق ترسره شي او د پروژې ټاکل شوی مهالویش دې په پام کې ونیول شي، څو چارې پر خپل وخت بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت