د هرات ولایت د اختیارالدین کلا د بیارغونې چارې وکتل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۸:۵۳
هرات

۱۲/۱۱/۱۴۴۶

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو رئيس محترم انجنیر عبدالله اکبري، وايي چې تخنیکي ټیم يې د اختیارالدین کلا (د هرات ارګ) د بیارغونې د کار پرمختګ بیاکتنه وکړه.

ښاغلي اکبري وویل، چې د تاریخي ډبرو او لیکدودونو د پاکولو او بیارغونې کار د اوچا دفتر لخوا ترسره کیږي، چې پخوا د هرات ښار له مختلفو تاریخي ځایونو څخه راټول شوي وو، چې ډیری یې زیارتي ډبرې دي.

د اچکو دفتر د انجینرانو په وینا، دوی به ذکر شوي ډبرې پاکې کړي او د امکان تر حده به یې ترمیم کړي، او د کوډ ورکولو او ثبتولو وروسته به یې د هرات ملي موزیم ته وسپاري.

تخنیکي ټیم د اختیارالدین کلا له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه، د ۱۴۰۲ کال د زلزلې له امله زیانمنې شوې سیمې چې د تیموریانو برج د زندان دهلیز، او د کلا په ختیځ اړخ کې برجونو څخه هم لیدنه وکړه.

د هغه په وينا، د اختيارالدين کلا مخې ته د فاضله اوبو د کانال د کار پرمختګ هم وڅېړل شو، او د کانال د سلب کار بشپړ شوی او نور کارونه پاتې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت