د هرات ولايت په اوبه ولسوالۍ کې د يو ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولايت په اوبه ولسوالۍ کې د ۱۰ صنفي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې.
دا ښوونځی په ۹۳۰ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول په ۱۵ ميلیونه ۵۶۸ زره افغانۍ جوړيږي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په رغولو سره ښوونيز ډګر ته د ژمنتيا تر څنګ زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د زدهکړې مناسب چاپيريال برابروي.