د هرات ولايت د قباله جاتو ودانۍ د رغولو چارې ۳۰ سلنه پر مخ تللي
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هرات ښار په ګازرګاه سيمه کې د قبالهجاتو لپاره د ځانګړې ودانۍ د جوړولو چارې تر ۳۲ سلنه بشپړې کړي دي.
دا ودانۍ پر ۴۵۴۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي وجې څخه په ۹۷ مېليونه ۴۰۰ زره افغانۍ رغول کېږي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د قبالو د ثبت او اجرا ملي برنامې د پيلولو په موخه دا مهال په هرات، کابل، ننګرهار، کندهار او پکتيا ولايتونو کې د قباله جاتو لپاره د ودانيو جوړولو چارې پيل کړي دي.