د نیمروز ولایت په هغه سیمو کې چې د بهسازۍ پلان ورته جوړېږي، په تړاو یې خلکو ته پوهاوی ورکړل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
نیمروز

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، نیمروز ولایت ته یو هیئت واستو، ترڅو د ځینو اړمنو سیمو لپاره د بهسازۍ پلانونو چمتو شي.

نیمروز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د وړاندیز او د ولایت د محترم مقام د حکم پر بنسټ، یو ګډ پلاوی د بېلا بېلو ادارو د استازو په ګډون، د نیمروز ښار په یوې غیرپلاني ساحه کې د ودانیزو چارو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره کړه.

یاد پلاوی د کور او ښار جوړولو ریاست، ښاروالۍ ریاست، برېښنا ریاست، د ولایت مقام، د علماوو شورا، امنیه قومندانۍ او عدلیې ریاست د استازو څخه جوړ شو.

د دې اقدام موخه دا وه، څو تر هغه وخته چې د یادې سیمې ښاري پلان نهايي کېږي، په نوموړې ساحه کې د هر ډول ودانیزو فعالیتونو، تصرف او د ملکیتونو د وېش مخنیوی وشي او اړوندو اشخاصو ته د هر ډول جواز او اجازې له صادرولو څخه ډډه وشي.

د ترسره شوې څارنې پر مهال ټینګار وشو، چې په سیمه کې باید له هر ډول خپل‌سرو ساختماني فعالیتونو څخه مخنیوی وشي.

همدارنګه د سیمې اوسېدونکو ته په رسمي ډول خبر ورکړل شو، چې د ښاري بهسازۍ د تفصیلي پلان تر ترتیب او د هغه تر عام لاسرسي پورې، په یاده ساحه کې له هر ډول ودانیزو چارو څخه ډډه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، دغه اقدام د ښاري نظم د ټینګښت، د غیرمنظمې پراختیا د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ترسره کوي او په دې برخه کې به څارنې په دوامداره توګه روانې وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې لپاره د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې د جوړېدو لپاره د ټاکل شوې ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۷
Background image

د شنې فضا برابرولو پر لور پراخ ګام؛ په الشیخ ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول شول

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم ریاست، د شنې فضاء رامنځته کولو او چاپېریال ښکلا په موخه، په «الشیخ» ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول.

د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۵۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل

۱۴۴۷/۱۱/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل او د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت