د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې د قناعت وړ او په چټکۍ روانې دي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۲:۳۷
د نیله باغ پرژه

۱۴۴۶/۱۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو د انسجام ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالوهاب صدیقي وایي، د نیله باغ استوګنیزه پروژه کې ودانیزې چارې په نورمال شکل روانې دي چې د قناعت وړ دي.

ښاغلی انجنیر صدیقي وایي، ودانیزې چارې د پلان مطابق په (۵۶) بلاکونو کې په بېلا بېلو پړاونو کې روانې دي.

نوموړی وایې، په ټوله کې د یادې پروژې فزیکي چارې دېرش (۳۰٪) سلنه مخکې تللي، چې لا هم دوام لري.

د هغه په خبره، د (۵۶) بلاکونو لپاره ځمک شکونه، د تهکاویو کانکرېټ، په اتلس بلاکونو کې د خښتو لګولو چارې، په شپږ بلاکونو کې د پي، وي سي کړکو نصبول، په پنځه بلاکونو کې د فاضله اوبو او پاکو اوبو رسولو د پایپونو غځول، په ټولو بلاکونو کې د دېوالونو عایق کاري او داسې نورې چارې بشپړې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې د ودانیزو پروژو چارې د پلان او نقشې مطابق په خپل وخت سرته ورسوي.

یاده پروژه د چین هېواد په بلاعوضه مرسته د څه باندې (۷۱) میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت