د نیله باغ استوګنیزې پروژې د چارو پرمختګ په اړه خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۳۹
وزیر

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین د نیمه‌ دولتي ساختماني شرکت ایم سی سی ۱۹ له رئیس ښاغلي لی لونګ سره وکتل.

په دې ناسته کې ښاغلي لی لونګ د نیله باغ د پراختیایي پروژې په اړه بشپړمعلومات وړاندې کړل، نوموړي څرګنده کړه چې په دې ستر پروژه کې یو شمیر چینایي متخصصین بوخت دي او په کې ټولټال ۱۴۰۰ استوکنیز کورونه په نړیوالو او اساسي معیارونو سره جوړېږي.

همدارنګه، ښاغلي لی لونګ د پروژې د اوبو او برښنا د ستونزو د حل غوښتنه وکړه، او د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر نه یې هیله وکړه چې د نیله باغ پروژه له نږدې وګوري او چارې یې  وارزوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د چین هېواد له همکاریو مننه وکړه وې  ویل، چې د سرپناه په برخه کې د چین هېواد مرستې د قدر وړ دي، نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د پروژې د پرمخ وړلو په وړاندې هر ډول ستونزې به په چټکۍ او مؤثره توګه هوارې شي.

ښاغلي سرپرست وزیر ټینګار وکړ، چې په مناسب وخت کې به خپله د نیله باغ پروژې څخه له نږدې لیدنه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ټینګار کوي چې د مسکن په تړاو پروژې دې په ښه کیفیت او منل شوې نقشې په خپل وخت سرته و رسیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت