د نوي کابل ښار د ابادۍ برخه کې اړوندو وزارتونو او ادارو د همکارۍ ټټر وډباوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۳:۴
د کور او ښار جوړولو وزارت

۱۴۴۷/۵/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د نوي کابل ښار د ابادۍ او پرمختګ برخه کې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیالانو او د نورو (19) اړوندو وزارتونو او ادارو باصلاحیته استازو ونډه اخیستې وه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نوي کابل ښار په تړاو عمومي معلومات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه، چې ځینې چارې د نورو وزارتونو او ادارو بشپړې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري، چې باید ترسره شي.

د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د یو ګډ مسلکي ټیم رامنځته کول، ترځمکې لاندې د اوبو کچې معلومول، د ځمکو د تصفیې چارې ګړندۍ کول، د برېښنا رسول، د اړوندو یو شمېر ادارو سره د هوکړه لیکونو تازه کول، د واحد او عمومي ډیټابېس جوړول، او داسې نور مهم موضوعات هغه موارد وو، چې په دغه غونډه کې یې یادونه او توافق وشو.

د ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو راغلو با صلاحیته استازو د خپلو وزارتونو او ادارو اړوند برخو کې د همغږۍ او همکارۍ ټټر و ډباوه او په شریک یې دغه کار ته د هو سر وخوځاوه.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د همکارۍ کولو برخه کې ستاسې ډاډ موږ ته حوصله راکوي چې چارې لا ګړندۍ او هوډ پیاوړی کړو.

نوموړي وویل، د نوي کابل ښار په ابادۍ او پرمختګ سره به پانګوالو ته د پانګونې زمینه او خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې څنګه کېدای شي د نوي کابل ښار ستره ملي پروژه د بریا ترکچې ورسوي او هېوادوالو ته د منظم او هوسا ښاري ژوند زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت