د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالی د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۷ - ۶:۱۰
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د ننګرهار والي سره په لیدنه کې د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالی د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور کړ.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ښارګوټي جوړول یې د وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وباله او زیاته یې کړه چې د یاد ښارګوټي په جوړېدو سره به د ښوونکو د کور نشتون ستونزه حل شي.

ورپسې د ننګرهار والي محترم شاه محمود میاه خیل د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هر اړخیزه همکارۍ مننه وکړه و زیاته یې کړه چې د پلان په تطبیق سره به د رودات ولسوالۍ د ښوونکو د مېشتېدو هیله پوره شي.

د رودات ولسوالۍ د ښوونکو تفصیلي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا د پوهنې وزارت په مرسته ترتیب شوی چې په دې پلان کې ۱۹۱۷ استوګنیزې نمرې، ۱۱ استوګنیز بلاکونه، ۲۲ مارکیټونه، ۵ جوماتونه، ۲ ښوونځي، ۲ وړکتونونه، ۱ کلینیک، ۱ هوټل، ۴ تفریحي پارکونه، ۵ د برېښنا شبکې، ۵ لوبغالي او یو کتابتون، شنې، عامه او تجارتي سیمې په کې شامل دي.

په پام کې ده چې یاد ښارګوټی په ۶۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې وروستیو کې د ښوونکو ۱۰۳ ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړي چې په تطبیق سره به یې نږدې ۱۰۰ زره ښوونکو ته د استوګنې زمینه برابره شي.

###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۲:۴
Background image

د پنجشېر ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۸/۵/۱۵

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند موظفو انجینرانو د ولایت مقام د لارښوونې او د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د یاد ریاست د اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د جامع جومات د جوړولو چارې ۵۰ سلنه پرمختګ لري

۱۴۴۸/۵/۱۵

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د خروار ولسوالۍ په ګران کلي کې د یوه باب جامع جومات د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد جامع جومات د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت