د میدان ښار د ستراتېژیک پلان جوړولو په موخه بېلا بېلې ساحې او ناحیې تحلیل او ارزیابي شوې
۱۴۴۵/۰۹/۰۳
میدان وردګو ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، له مرکز کابل څخه یو تخنیکي هیئت ورغلی، چې د میدان ښار لپاره به ستراتېژیک پلان جوړوي.
ښاغلی مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، ورغلي هیئت پّ دغه ولایت کې د بېلا بېلو اړوندو ادارو له مسؤلینو سره وکتل او ساحې یې له نږدې ولیدې.
نوموړي وایي، په دغه تحلیل او ارزیابۍ کې د سیمو پیاوړتیا او کمزورتیا، فرصتونه، ګواښونه او نور موارد تحلیل او ارزیابي کړل، تر څو یو منظم ستراتېژیک پلان جوړ او عملي شي.هغه وایي، د تحلیل او ارزیابۍ په پایله کې د ستراتېژیک پلان جوړولو په موخه د اداري کمپلېکس، پوهنیز کمپلېکس، مذهبي ځایونو، د اوبو رسولو لپاره د اوبو وېشلو ذخیرو، د لوړ ولتاژ برېښنا د لېږد لاره، د سطحي اوبو د تګ راتګ لارې او نور ټول ښاري خدمات په پلان کې ځای په ځای او مشخص شول.
