د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي ترمینل نقشه جوړه او ساحه یې کروکي شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۱:۹
انځور

۱۴۴۵/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د میدان وردک ولایت د ترانسپورټي ترمینال او نورو پروژو په اړه د دې ولایت د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر سره خبرې وکړې.

میدان وردک ولایت کې د کور او ښار جوړولو رئیس محترم مولوي عبدالقیوم سیف العمر لومړی د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو، د ترمینل چارو پیل او د هادي پلان اړتیا په اړه راپور وړاندې کړ او غوښتنه یې وکړه، چې د میدان وردک ولایت لپاره دې هادي پلان ورکړل شي او د ترانسپورتي ترمینل عملي چارې دې پیل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د میدان وردک ولایت د ترانشسپورتي ترمینل نقشه، کروکي او سکېچ د وزارت د تخنیکي ټیم له لوري بشپړ شوي دي، چې ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.

ښاغلي نعماني زیاته کړه، د میدان وردک ولایت لپاره به د هادي پلان طرحه هم ډېر ژر په نوي کال کې ترتیب کړي.

نوموړي په یاد ولایت کې د ښاري ستونزو او ننګونو ختمولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د ننګرهار او پکتیکا لپاره مهم ګام؛ د مهاجرینو ښارګوټو اصلاحي پلانونه منظور شول

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي اصلاحي پلانونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۱۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر د لوګر د خلکو غوښتنې واورېدې؛ د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کېږي

۱۴۴۷/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت له یو شمېر مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې ناسته کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ودانیزو او استوګنیزو د نقشو تخنیکي کمیسیون ناسته تر سره شوه

۲۱/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین الحاج ګل زرین صابر په مشرۍ، د د ودانیزو او استوګنیزو نقشو تخنیکي کمیسیون خپله دویمه ناسته. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت