د ملي اردو د سربازانو د ښار ګوټي د موقعیت تفصلي پلان تثبیت شو
![pic](/sites/default/files/2023-01/whatsapp_image_2023-01-22_at_2.14.42_pm.jpeg)
1444/06/29
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په دې ولایت کې د ملي اردو د سربازانو د ښار ګوټي ځمکه کروکي او سکیچ کړه.
د څېړنو له مخې شاوخوا 60 سلنه یاده ځمکه غصب شوې وه، چې د کور او ښار جوړولو ریاست په مرسته یاده ځمکه د غصب څخه د مخنیوي کمیسیون راګرځولې، چې حدود یې معلوم او سکیچ شول.
یاد ښار ګوټی په ۲۲۵ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې تفصیلي پلان یې هم جوړ شوی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت د تفصیلي پلانونو ترڅنګ د ښار ګوټو موقعیت هم کروکي او سکیچ کوي.