د مخدوم زاده سوداګریز مارکېټ د جوړیدو بهیر څارنه وشوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۱۱:۵۱
picture

1/2/1444

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د مصطفی مخدوم زاده سوداګریز مارکېټ او شبرغان ښاروالۍ د کار جریان څارنه وکړه.

د دې ادارې د انجنیرانو د څارنې ټیم د سیخونو سمه کارونه، د تهدابونو د کیندلو او سپلونونه لیدنه، برسی او چک کړه.

څارونکي ټیم د پروژې د ښه والي او اغېزمنتوب په موخه د دې شرکت د پروژې ساختماني مسوول ته لازمې سپارښتنې وکړې، ترڅو د دغه مارکېټ ټولې ساختماني چارې د معیارونو او اصولو په نظر کې نیولو سره د پلان او مشخصاتو سره سم د انجینرۍ په معیارونو برابر ترسره شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ودانیو د جوړولو چارې په جدي توګه څاري، ترڅو ودانۍ د اصولو او معیارونو سره سم جوړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت