د لیلې دښتې د شهیدانو د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۱۱/۹
جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وايي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د لیلې دښتې د شهیدانو د مسجد شریف له ودانیزو چاروڅارنه وکړه.
ښاغلي ملا فیضان وویل، د دې مسجد شریف د خښتو لګولو، د پایو د کانکریټ اچونې، احاطوي دېوال او د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې روانې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د جوزجان ریاست مسلکي ټیم د یاد مسجد شریف له چارو څارنه کوي، تر څو په مسلکي توګه او د معیارونو مطابق ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو یادې پروژې په مسلکي او انجنیرۍ معیارونو برابرې سرته ورسېږي.