د لوګر په مرکز کې د محمد اکبر ستانکزي جومات د جوړولو چارې روانې دي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لوګر ولایت په مرکز عمراباد کې د محمد اکبر ستانکزي جومات ودانۍ چې په یو وخت کې د ۵۰۰ لمونځ کوونکیو د ځایېدو ظرفیت لري، جوړوي.
یاد یو پوړیز جومات پر ۹۵۴ متر مربع ځمکې د ۱۷ مېلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړېږي.