د لوګر ولایت په پل علم ښار کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۱۷
لوګر

۱۴۴۷/۰۷/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو ته د رسېدنې ټیم د پل علم ښار په پلاني ساحو کې نظارت ترسره کړ.

د ترسره شوي نظارت په ترڅ کې یو شمېر ښاري سرغړونې تشخیص او مخنیوی ترې وشو چې له هغې ډلې د پل علم ښار په پلاني ساحه کې د فاتحه‌خوانۍ ودانۍ د جوړېدو مخه ونیول شوه، چې یاده ودانۍ د ملي بس په شمالي لوري کې موقعیت درلود، خو د منظور شوي پلان مطابق په خپل ټاکلي ځای نه وه تطبیق شوې او د دوو عامه سړکونو ساحه یې نیولې وه.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم، د عامه تاسیساتو د ساتنې او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه په دوامداره توګه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي لپاره نظارتي کړنې ترسره کوي، تر څو د ښاري پرمختګ اصول خوندي او د ناقانونه ودانیو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت