د لوګر ولایت محمد اغې صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان تائید او د تطبیق لپاره وسپارل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۴
لوګر

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت د محمد اغې د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.

د محمد اغې صنعتي پارک د لوګر ولایت د محمد اغې په ولسوالۍ کې موقعیت لري او د افغانستان په مرکزي سیمه کې له مهمو صنعتي پارکونو څخه شمېرل کېږي.

دا پارک د صنعتي فعالیتونو د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د پانګونې د زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.

د دې صنعتي پارک مساحت شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه ده، چې د فابریکو او تولیدي تأسیساتو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.

د پلان له مخې، د دې پارک ځمکه لسګونو تولیدي شرکتونو ته وېشل شوې ده او تمه کېږي چې له ۸۵ څخه زیات تولیدي شرکتونه به په کې خپل فعالیتونه پیل کړي.

دا صنعتي پارک د لوګر ولایت په اقتصادي ودې او د سیمې د خلکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري او کولای شي زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي له ساختماني چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي د پروژې له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت