د لوګر ولایت د مرکز ګنجک حوزوي روغتون د ای سي یو څانګې چارې بشپړې شوې
۱۴۴۵/۶/۲۰
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس محترم مولوي مطیع الله زاهد وایي، په دې ولایت کې د مرکز ګنجک حوزوي روغتون د (ای، سي، یوو) څانګې رغنیزې چارې بشپړې شوې.
یاده څانګه د بستر لس خونې او ټول امکاناتو او وسایل لري، چې په راتلونکو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په یاد روغتون کې د ناروغانو او د هغوی د پایوازانو لپاره د تم ځای د جوړېدو چارې هم په چټکۍ روانې دي، چې د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري یې چارې څارل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د دولتي پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو یې کارونه په انجنیري اصولو او معیارونو برابر سرته ورسېږي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.