د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار د پراختیا ستراتیژیک پلان تر کار لاندې دی
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنګ د لغمان مرکز مهترلام ښار د پراختیایي ستراتیژیک پلان چوکاټ پر طرحه او ډیزاین کار روان کړی دی.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري سکتور د یوې باوري سرچینې په توګه زمینه برابره کړې چې د حکومت پراختیایي تګلارې او پلانونه رامنځته کړي.
دغه وزارت ژمن دی چې په هېواد کې داسې پراختیایي پروژې پلې کړي چې ټولګټې وي او ټولنیزه او اقتصادي وده ورسره رامنځته او خلکو ته د کارکولو زمینه برابره شي.